بهرنى؟" په اړه د جاري كال د اكتوبر په مياشت كې ترسره كړه. دغه
څېړنيزې پروژې په منفردانه ډول د كابل پوهنتون د ۹ تنو ځوانو استادانو
او محصلينو (ددغې جايزى وړونكي) له خوا د پاليسي څېړنو د ملى مركز تر لارښوونې
لاندې مخ ته يووړل شوې. ددغو پروژو وروستي رپوټونه د وروستنيو پړاوونو
د طى كولو لپاره د ناتو د دپلوماسي څانګې ته ولېږل شول۔
د محصلانو لپاره د درېم ګارف پروګرام
د افغان - جرمن ټولنې درېم څېړنيز وركشاپ (گارف دریم) د كابل پوهنتون د
ټولنيزو علومو پوهنځيو د (۳۵) تنو ممتازو محصلانو لپاره د تلې پر ۲۸ مه
يعنې د اكتوبر پر ۱۹ نېټې شروع شو. دغه رونیز پروګرام د روان كال د لړم
تر ۲۳ (د نوامبر ۱۳) نېټې پورې دوام وكړ۔ په دغه وركشاپ كې د اقتصاد او
د ټولنيزو علومو د پوهنځيو ۶ تنو استادانو نوموړو محصلانو ته د ټولنيزو
علومو د څېړنو د روشونو تدريس وكړ. ددې وركشاپ په پاى كې ګډونكوونكي محصلان
په (۵) ډلو وويشلې شی او هره ډله به یی د افغانستان په اړه يوه څېړنه د
مرکز د استادانو تر نظارت لاندې سرته ورسوي او هغه پوهه او مهارتونه يې
چې په دغه وركشاپ كې زده كړي دي، هغه به په عمل كې پلي كړي۔
د سولې څېړنيزه څانګه- د ۲۰۰۸م كال د نوامبر/ ديسمبر لپاره پروګرام
د مرکز د سولې د څېړنو څانګې په نظر كې لري چې خپل فعاليتونه د ۲۰۰۸م كال
په آخرنۍ مياشت كې د سولې د اعمار او څېړنو د مفهومونو د خپرونو په اړه
په كابل پوهنتون كې متمركز كړي۔ د پوهنځيو له رئيسانو، استادانو او محصلانو
سره د مفكورو له تبادلې څخه وروسته، مهم ګامونونه بايد پرمخ واخيستل شي،
چې د سولې د څېړنو د اكاډميكو چارو په اړه په عملي ډول په كومه طريقه بايد
پلى شي۔ په وركشاپونو او ګرديو ميزونو كې بايد لانديني ټكي تر بحث لاندې
ونيول شي:
د سولې اعمار معنا او مېتودونه په اكاډميكه طريقه څرنګه بايد تدريس شي؟
هغه موضوعګانې چې په سوله پورې اړه لري، لكه د ټولنيز بدلون يا د سرچينو
مديريت ډول د علمي ساحو په منځ او د بين العلومو د لېرليد په لحاظ په كومه
طريقه بايد تصريح او تشريح شي؟
په پوهنتون كې بايد د كوم ډول خبرو اترو په اړه يوه آزاده فضا رامنځته
شي؟
د پوهنتونونو ټولنيزې او سياسي دندې او مسؤوليتونه د سولې د عمليې په اړه
كوم دي؟
ددغو وركشاپونو ګډونكوونكي، د كابل پوهنتون او د لوړو زده كړو د وزارت
استازي، به د ديسمبر په پاى كې، هغه امكانات وڅېړى چې د افغانستان د خلكو
د اكاډميك ژوند په اړه د سولې د څېړنو او مطالعاتو پلوي او ملاتړ وكړي۔
د ښكليو هنرونو پوهنځي محصلينو ته د ستاينليكونو ويشل
د روان كال د تلي په ۲۰ (د اكتوبر پر ۱۲) نېټه د پاليسي څېړنو په ملى مركز
كې د يوې غونډې په ترڅ كې، د كابل پوهنتون د ښكليو هنرونو د پوهنځى د محصلينو
د هغو فعاليتونو او كړنو په اړه چې د سولې د نړيوالې ورځې لپاره يې سرته
رسولي وو، نمانځنه او درناوى وشو۔