English
   
              
مقدمه   



:مقدمه

د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز بنسټ زموږ د دوست هېواد آلمان د کنراد ادناور د بنياد او د ٢٠٠٣ زيږديز کال د مې په مياشت کې د يو څېړنيز او روزنيز بنياد په ډول د کابل پوهنتون په انګړ کې کېښودل شو چې د حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد او ټولنيزو علومو په څانګو کې خدمت وکړي، او دعملي څېړنو د روشونو د روزنيزو کورسونو تدويرونکى دى. د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز د افغاني کار پوهانو او د نړيوالو تجربو د راغونډولو او يو موټې کولو له لارې يوه مجمع د مباحثو او هغو څېړنو لپاره برابروي چې د پاليسۍ په اړه موضوعات په نو موړي علمي څانګو کې برابر کړي۔

 
لرليد   
د ايجاد دليلونه   
جوړښت  
څېړنې  
نشریات   
روزنه   
 
د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز موخه داده چې د خپلو اړوندو څېړنيزو پروژو له لارې د موجودو مسائلو/ ستونزو او نورو عمومي مسائلو/ ستونزو په اړه د پاليسۍ په برخه کې او د علم او پوهې د سالم پرمختګ لپاره د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې د علمي څېړنو د اجرا کولو له لارې سلا مشورې برابرې کړي۔ د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز درى څانګې لري۔ هره څانګه يې په موجوده حالت کې پر ځينو عمده مسائلو باندې پر څېړنو بوخت دي، چې د افغانستان له اوسنيو چارو او اړوندو بدلونونو سره چې د سياسي او اقتصادي نظامونو په اړه سرته رسيږي، تړاو لري۔
     

د حقوقو او سياسي علومو څانګه

د څېړنې لس موضوعګانې چې وړانديز شوي دي
په افغانستان کې د جمهوري رياست او پارکاني ټولټاکنى او راتلونکي ستونزى او چالشونه
.په افغانستان کى قضايي اصلاحات او د قضا د استقلاليت اصل
په افغانستان کې د ښځو حقوقي مرفعه د نورو اسلامي هېوادونو د حقوقي وضعې په پرتله۔
په افغانستان کې د تعاملى او ډموکراسي حقوق۔
په کوربه هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د حقوقى وضعې ارزونه۔
په افغانستان کې د مالکيت او د هغه ستونزې۔
په افغانستان کې د داراې فساد حقوقى ارزونه او دهغه د حل لارې۔
په افغانستان کې د قانون حاکميت او د هغه اصلاح او سمون۔
په افغانسان کې د سياسي کثرت اصل د ٢٠٠٩م کال د ټول ټاکنې پا اړه۔
د بيان د آزادى اصل او رسنۍ او په افغانستان کې د هغه ارزښت۔

د اقتصاد څانګه
د څېړنې لس موضوعګانې چې وړانديز شوي دي
په هېواد کې د داخلى او بهرنى خصوصى پانګې اچونې وضعه او د هغوى د ممکنه پراختيا لارې؛
په افغانستان کې د اقتصادى پراختيا لاملونه او دهغوى حل لارې؛
په افغانستان کې د اقتصادى زير بنا څېړنه: حالات، محدوديتونه او د هغوى د سمون لارې؛
د انفلاسيون لاملونه او دهغه اغېزې د پرېدلو پر توان او د خلکو د رفاه پر کچه د ١٣٨٠- ١٣٨٦ کلونو پورې۔
په افغانستان کې د وارداتو پر امکاناتو او تعويض او دهغوى اغېزې د داخلى نا خالصى توليداتو پر رشد او عامه رفاه باندې؛
په افغانستان کې د بيکاري ستونزې او دهغوى ممکنه حل لارې؛
په افغانستان کې د موجوده مالياتي نظام تحليل او ارزونه؛
پاليسۍ او د خصوصى کولو اغېزې: يوه تيوريکي ملاحظه او د افغانستان ځانګړى څېړنه؛
په افغانستان کې د کوچنيو پورونو خدمتونه او د هغوى اغېزې؛
کرنې سکټور بيارغاونه او د هغه اغيزې د افغانستان پر اقتصاد باندې؛

د ټولنيزو علومو څانګه
د څېړنې لس موضوعګانې چې وړانديز شوي دي
په افغانستان کې د سولې او امنيت لپاره دواملرونکي معيارونه؛
په هېواد کې د ننه د بياراستانيدونکو ټولنيز اغيزې؛
ټولنه او رسنۍ په اوسنى افغانستان کې؛
په افغانستان کې د زده کړې پاليسۍ: څرنګه بايد د راتلونکى اړتياوې پوره کړو؛
په کابل پوهنتون کې د استادانو او محصلانو اړيتاوې؛
د ښځو ونډه د کار په بازار کې او دهغوى ونډه د افغانستان د بيارغاونې په اړه؛
په کابل کې د سړکونو پرسر باندې د ماشومان بحران: اړخونه او اغېزې؛
د ستونزو (چالشونو) تغيير منونکى ماهيت د اوسنى افغانستان د ځوان نسيل په وړاندې؛
د کابل په ښار کې د کوزنه لرلو بحران: اړخونه او د حل لارې؛
په افغانستان کې د مدني ټولنې رول؛

 
سربېره پر هغو څېړنو چې پر دغو او نورو موضوعګانو باندې سرته رسيږي، د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز، ملي بين المللى داسې کنفرانسونه، سيمينارونه، او ورکشاپونه جوړوي چې پر مسئلو او ستونزو باندې پراخ بحثونه وهڅوي او د څېړنو لاسته راوړنې خپرې او وويشي۔